ایکناخبری آژانس د رهبرۍ ددفتر داطلاع رسونې د ادارې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن په دغې کتنې کښې، په اسلامي نړۍ کښې د رسول الله مبارک د اهل بیتو محبوبیت او عظمت بې سارې وباله او ټینګار یې وکړ چې اسلامي ایران د سلطې د نظام په وړاندې د اهل بیتو د بیرغوال په توګه باوري دی چې په اسلامي دنیا کښې هیڅ مذهبي، قومي، فرقه ايز او توکمیز توپير او واټن حقیقي نه دی او یوازنی حقیقي واټن او فاصله د کفر او نړیوال استکبار له جبهې سره د اسلامي دنیا سرحد او پوله ده.
دوي زیاته کړه: نن سبا د ایران اسلامي جمهوریت د یو سمبول او ژوندي حقیقت په توګه توانیدلی چې د ډول ډول دښمنیو او بریدونو په وړاندې ټینګ اودریږي او دغه تازه راټوکیدلې نیالګی په سترې ونې بدل کړي، البته له سمبول جوړیدو مقصد له سیاسي جوړښت څخه بیلګه اخیستل نه دي، بلکې د امام خمیني په اصولو باندې منګولې لګول دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د زوروینو او بدماشیو په وړاندې اودریدنې ته د نورو ولسونو هڅول د سلطې د نظام د قهریدو او د هغوي د دشمنۍ یوه وجه وبلله او ویې ویل: په مختلفو هیوادونو کښې د امریکې د جنایتکارو پلانونو شنډول چې یوه نمونه یې داعش وه، له ایران او شیعه مکبت څخه د ویرونې د پرله پسې تبلیغاتو او په نورو هیوادونو کښې په لاسوهنې باندې د ایران د تورنولو سبب شوي دي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په نورو هیوادونو کښې هیڅ دخالت او لاسوهنه نه کوي، د سلطه پالو تور لګونې د اسلامي نظام د پام وړ پرمختګونو په مخنیوي کښې د هغوي د عاجزۍ او ناتوانۍ له امله وبللې او زیاته یې کړه: البته د استکباري سیاستونو په وړاندې ټول باید هوښیار ووسي او ورسره ملګرتیا ونه کړي.
د اسلامي انقلاب ستر لارښودد د استکبار اوسنې سیاست په اسلامي نړۍ کښې د توپیرونو او غیرحقیقي واټنونو ستر ښودل وبلل او څرګنده یې کړه چې د شیعه او سني، عرب او عجم، له شیعه سره د شعه او له سني سره د سني مسلمانانو د جنګولو لپاره پلاننګ او لمسول د سترې شیطانې یعنې امریکا سیاست دی چې په وړاندې یې هوښیاري پکار ده.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي په پاې کښې څرګنده کړه: د اسلامي دنیا راتلونکی یو روښانه راتلونکی دی او شیعه ټولګه په کښې ستر رول لوبولی شي.